IQNA

د امام حسین(ع)د پاڅون نړیوال اړخونه

 د امام حسین(ع) د پاڅون په باب د نړۍ د متفکرانو نظر

5:27 - July 13, 2024
د خبر لمبر: 3489520
ایکنا – د معاویه د زوي یزیر د ظلم، بې عدالتۍ او نارواوالی په خلاف د حضرت امام حسین علیه السلام پاڅون، تل  او د تاریخ په اوږدو کې د ډیری انقلابونو او غورځنګونکو لپاره د بیلګې په توګه مطرح دی.

 د امام حسین(ع) د پاڅون په باب د نړۍ د متفکرانو نظرد یزید بن معاویه د ظلم،بې عدالتۍ او نارواوالي په خلاف د حضرت امام  حسین علیه السلام قیام،تل او د تاریخ په اوږدو کې د ډیری غورځنګونو او انقلابونو لپاره  د یوې بلګې په توګه مطرح دی . حضرت امام حسین(ع)له خپلو ډیرو لږو وفادارو ملګرو سره یوځای ، هماغه شان د انسان دعزت او کرامت ددفاع په لاره کې مبارزه وکړه او شهید شو،چې د تاریخ په اوږدو کې ،هرڅوک پر دغې واقعې پوهه ترلاسه کړي، د هغه او د هغه پر وفادارو ملګروئې شهادت ورکړی دی.

د نړۍ ځیني آزادي غواړي چې د خپل هیواد د خپلواکۍ او له ظلم او اسیر کیدا ل زندانه\ د خپلو ولسونو د ژغورنې  لپاره په جنګ او مبارزې بوخت دی ،تل ئې د امام حسین (ع) حرکت او غورځنګ ستایلې او خپل سرمشق ئې ګرځولی دی .ددې  ترټولو مشهور یو مثال ، د هندیانو د معنوي اوسیاسی رهبر مهاتما ګاندي څرګندونې دي چې  له انګریز استعماره ئې د آزادۍ په لاره کې د خپل ملت رهبري کوله. هغه په دې باب وائي؛، ما د حسین او دد اسلام ددغه لوی شهید   ژ،ند په دقت سره مطالعه کړی  او د کربلا صفحو ته مو ډير دقت کړی دی، اوس پر ما ډیره روښانه شوې ده چې که هندوستان وغواړي یو بریالۍ هیواد شي، نوباید د امام حسین له سیرت اوسرمشقه پیروي وکړي::

پر دغې مطالعې سربیرهع د حضرت امام حسین علیه السلام د ژوند او دهغه د تاریخي حرکت د کیسې مطالعه د هغر هغه متفکر  لپاره  چې له دغه شخصیّت سره بلد شوی دی، الهام بخښونکې ده او د هغه  لپاره د یوه ویښ زړه سبب  شوی دی.

د پاکستان یو ستر فلسفي او ملی شاعر علامه اقبال  هم په یوه ځاي کې لیکلي دي، هغه ترټولو ښه درس چې د حسین ابن علی له پاڅونه زده کیدلی شی،معنوي آزادي غوښته ده . یواې هغه کسان چې د حسین واقعي پیروکار وي،  چې په لومړۍ درجې کې پخپله آزادي غواړی وي، او دوهم دا چې  له دې ترلاسه کولو وروسته نوره هم  ورڅځه برخمن کړي.

د اسلام د تاریخ ددغه لوي شخصّیت په باب ، ډیرې ویناوې او ستاینې ترسره شوي دي، خو له دوي چې ورتیر شو،هغه بزرګوار داسې شخصیّت دی چې که د هغه د ژوند کیسه، هغه که د هغه له پاڅونه مخکې وي اوکه د پاڅون په اوږدو کې،له هغه،د حق په لاره کې یو تل پاتې درس زده کولی شو.

captcha